د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي عظمت الله عمرزي ویلي، چې راتلونکي کې به یې هڅه دا وي، چې نړیوال ریکاډونه جوړ کړي. عمرزی وروسته له هغې دا څرګندونې کړي، چې وړمه ورځ یې د سریلانکا پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د محمد نبي په ګډه ملګرتیا په ۶مه ویکټ د نړۍ په کچه دویم نمبر او د افغانستان په کچه لومړی نمبر د ۲۴۲ منډو اوږده ملګرتیا وکړه. په دې لوبه کې عظمت په یوازې ځان ۱۴۹ ناسوزېدلې منډې جوړې کړې وې.
































