د اسټرالیا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام په پایلوبه کې هندوستان ته د ۷۹ منډو په توپير ماتې ورکړه. دغه پایلوبه نن د سویلي افریقا په بینوني ښار کې ترسره شوه. اسټرالیا چې پچه ګټلې وه، توپوهنه یې کړې وه او د ۲۵۴ منډو هدف یې ټاکلی و. د هندوستان لوبډلې یې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۴ اورونه ولوبول او ۱۷۴ منډې یې وکړې. د اسټرالیا د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډلې د څلورم ځل لپاره د یاد نړیوال جام اتلولي وګټله.
































