پکتیکا کې د څه د باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت، د کجکي چکډیم د جوړولو چارې بشپړې شوې. د اوبو او انرژۍ وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د پکتیکا د شکین ولسوالۍ په ترخکي پایه کلي کې، د څه د پاسه دوه میلیونه ۲۲۱ زره افغانیو په لکښت د کجکي چکډیم د جوړولو چارې بشپړې او د سیمه ییزو مسئولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد چکډیم د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه جوړ شوی چې ۳۳.۹ متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی او د څه د پاسه شپږ زره ۳۹۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.












