د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو ۱۹ میاشتو کې یې ۲۸۴۷ تنه د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې او عملیات په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي. یادې ټولنې زیاته کړې، چې تازه یي نن ۱۶ تنه نور د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د کابل ښار یو شمېر روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ورپېژندلي دي. د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې د دغو ناروغانو د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکول کېږي.
































