د غزني په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۳ کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د غزني والي د دغو بندونو د پرانېستې پر مهال وويل، چې د دغو بندونو د جوړېدو موخه د ژمي په موسم کې د کاريز او باران د اوبو زېرمه کول او د سېلابونو د خطر مخنيوى دى. د هغه په خبره، د غزني سیمه ییزه اداره د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د زېرمه کولو هڅې کوي او د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري چې په هره ولسوالۍ کې د باران اوبو د زېرمه کولو او سېلابونو د مخنیوي په موخه یو – یو کوچنی بند جوړ کړي. غزني کې د ناروې د کمېټې مسوول سيد محمد نويد وويل چې په دغو دريو بندونو نږدې ۷ مليونه افغانۍ لګښت راغلی چې هر يو بند د ۱۱ زره متر مکعب اوبو د زيرمه کولو وړتیا لري.
































