په بدخشان ولایت کې یوه نجلۍ چې له زده کړو بې برخې پاتې شوې د خیاطۍ د یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې کارګاه مسووله وايي، چې د دغې کارګاه په جوړولو سره یې ۳۰ هغو نجونو ته د کار او زده کړې زمینه برابره کړې، چې ښوونځي او پوهنتون ته یې د تګ مخه نیول شوې ده. یو شمېر هغه نجونې چې په دې کارګاه کې زده کړې کوي وايي، د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته مجبورې شوي چې حرفوي کارونه زده کړي. په همدې حال کې د بدخشان د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، چې غواړي په دغه ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د ډيزان او بازار موندنې مرکزونه جوړل کړي.












