د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د افغانستان او ازبکستان د ریل پټلۍ ګډو تخنیکي ټیمونو د اوسپنې پټلۍ د ادارې مرستیال په مشرۍ له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه لیدنه کړې. د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، د ازبکستان تخنیکي ټیم د قرار داد له شرایطو او تخنیکي مشخصاتو سره سم د یادې پروژې د ترمیماتي چارو د پيل خبر ورکړی، چې له قرار داد سره سم به په ټاکلې موده کې پشپړې شي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغې مسیر په بشپړ فعالېدو سره به هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي. په ليدنه کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ تخنيکي ټيم لخوا د حيرتان- مزارشريف اوسپنې پټلۍ کرښې تخنيکي آرزونه هم ترسره شوه، چې د دې مسير آړوند تمځايونه او ددې کرښې زيانمنې شوي برخې یې ارزول شوي.
































