د بلخ ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې ۱۵ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د دغه ولایت ښاروال زیاتوي، چې د موسسو په همکارۍ د مزار شریف ښار په بېلابېلو سیمو کې یې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او هر کس ته د کار په بدل کې د ورځې ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېږي. یو شمېر هغه کسان چې په دغه ولایت کې په کار بوخت دي وايي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېشلو پر ځای باید کورنۍ او بهرنۍ موسسې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دي.
































