د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې دیارلسمې ناحیې په اووم ګذر کې د دوازده امام ښارګوټي د کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې دي. په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې د دیارلسمې ناحیې رئیس او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولین وایي چې ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته د پروژو پلان د جوړېدو په حال کې دی، د کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي چې په پلي کېدو کې یې ور سره همکاري وکړي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د یادې ناحیې په اووم ګذر کې دلښتیو په ګډون کوڅې هم چې په ټولیزه توګه (۹۱۳) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري د ۷،۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت ، دملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته یې د جوړېدو چارې په ۹۰ کاري ورځو کې بشپړې شوې دي.
































