په کندهار کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت د غالیو اوبدلو یوه کوچنۍ کارګاه جوړ کړې چې له لارې يې د نورو ښځو د روزلو تر څنګ د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. نوموړې وايي کارګاه یې کوچنی دی او هم د صنعت په برخه کې د کافي امکاناتو د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ ده، چې په دې برخه کې له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د ملاتړ غوښتنه کوي. بلخوا په دغه مرکز کې بوختې مېرمنې وايي، د غالۍ اوبدلو د کافي امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
































