د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه امریکايي چارواکو ته ویلي، چې د افغانستان هېرول به تېروتنه وي او د امریکا راتلونکې تګلاره باید د افغانستان، سیمې او نړۍ اوسنی واقعیت په پام کې ونیسي. زلمي خلیلزاد د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې ته استماعیه غونډه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوحې تړون له پامه نشو غورځولی، که چیرې امریکا د دغه تړون له پلي کېدو څخه وتلې وای، نو امریکايي پوځیان به یو ځل بیا په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوي وای. زلمي خلیلزاد « د بایډن اداره څنګه د دوحې د تړون په پلي کولو کې ناکامه شوه» تر سرلیک لاندې د پردې تر شا د کانګرس د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې پرونۍ غونډې ته همدارنګه ویلي، چې بایډن وېره درلوده چې د دوحې له موافقې څخه وتل به جګړه اوږده کړي.
































