د پاناما سواحلو ته نږدې په کارابین سمندرګي کې ډوبه شوې، چې په پایله کې یې څلور تنه غیر قانوني کډوال مړه شوي او دوه نور نادرکه دي. د پاناما د عامه خوندیتوب وزارت ویلي، په یاده کښتۍ ۲۷ تنه غیر قانوني کډوال وو، چې ډېری یې افغانان وو؛ خو دا لا نه ده مالومه چې مړه شوي کسان افغانان دي که نه. په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو نارینه شامل دی.












