نړیوال بانک وايي، د افغانانو د ملاتړ په موخه به د خپلې نوې تګلارې له مخې، په افغانستان کې د برښنا د لېږد یا کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پیل کړي. نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک اجرایوي مدیرانو پرون د افغانانو د ملاتړ په موخه یوه نوې تګلاره تصویب کړې ده. د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې د افغانستان د درېوو ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه بیا پیلېږي، څو پر یوې سرګردانه شتمنۍ د دې پروژې د بدلېدو مخه ونیول شي. د کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د تاجکستان او قرغېزستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي. نړیوال بانک ویلي چې د دې پروژې چارې په درېوو نورو هېوادونو کې په پای ته رسېدو دي او یوازې په افغانستان کې پاتې دي.











