د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیايي برخې مسوولې او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لارل مېلر وایي طالبانو یې تر اوسه له هېچا سره راتلونکی سیاسي پلان او د حکومت جوړښت نه دی شریک کړی. د نوموړې په خبره که د افغانانو ترمنځ خبرې پيلېږي نو دغه مسئله به تر ټولو اوږده بحثونه را ولاړ کړي. لارل همدا راز د ټرمپ د پرېکړې په اړه چې ګواکي تر ټاکنو به د سرتېرو شمېر ۴ زره ته راښکته کوي وايي، ټرمپ هېڅ وخت پر خپلو خبرو نه دی ولاړ او هر وخت ضد او نقیض څرګندونې کوي. د مېلر په خبره ښایي ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې جدي وي او له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. نوموړې د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدل اړین بللي او په وینا یې مخکې تر دې چې د سیمې هېوادونه د سولې له روانې پروسې د خپلو ګټو لپاره لا ډېره استفاده وکړي نو ښه به وي چې افغان حکومت او طالبان ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږی.
































