سرپرست حکومت د هېواد په لویو لارو کې د شپږو سړکونو له جوړوېدو خبر ورکوي. د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي دغه پروژې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي او ورسره به د ترانسپورتي موټرو لپاره ډيرې اسانتیاوې برابرې شي. نوموړی وايي، چې د واخان ـ بدخشان سړک، د کابل – هرات سړک او د پکتیا ـ لوګر ـ بادغیس ـ هرات سړکونه د جوړولو له مهمو پروژو دي چې کارونه یې روان دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د افغانستان اوسنۍ لویې لارې د وخت غوښتنو ته په کتو معیاري نه دي او په وینا یې، که چېرې دغه لویې لارې په معیاري ډول جوړې شي نو د هېواد اقتصاد او سوداګري به هم ورسره وده وکړي.
































