د کندوز د پنج آمو سیندیزې حوزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۷۰ کیلو متره کانال د پاکولو چارې پيل شوې دي. د پنج آمو سیندیزې حوزې رییس عبدالحکیم حکمت وايي، چې د( ډي.آی) موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د شاغاسي کلي څخه تر پنجه پله پورې د ۷۰ کيلو مترو په اوږدوالي د یوه کانال د پاکولو چارې پیل شوې چې ۱۳۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي. د یاد کانال د پاکولو پروژه کې ۴۳۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































