په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې کوونکې ادارې له افغانستان سره د سویس د ۱.۹ میلیون ډالرو د مرستو خبر ورکړ. اوچا ویلي، چې دغه پیسې یې د افغانستان بشردوستانه صندوق ته سپارلې دي. دې ادارې نن پر خپله ټویټر پاڼه د سویس له دې مرستو مننه کړې او زیاته یې ده، چې دغه هیواد تیر کال د مرغومې په میاشت کې هم له افغانستان سره د څلور میلیون ډالرو مرسته کړې وه.
































