د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر له یو شمېر روسي پانګوالو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې روسي پانګوالو ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې له کثافاتو څخه د ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه وکړي او د دې ترڅنګ د کثافاتو د زیاتوالي ستونزه هم حل کړي. دغه راز یادو پانګوالو له ګازو څخه هم د برېښنا په تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له سرپرست وزیر څخه یې په دې برخه کې د همکاري غوښتنه کړې ده. په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د روسيي پانګوالو هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې کورني او بهرني پانګوال کولای شي، چې له اندېښنې پرته په افغانستان کې خپلې پانګونې وکړي.
































