د بلخ ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله پورې، ۱۰۸ کسانو په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یاد مدیریت مسوولین وایي، د روان کال په تېرو لس میاشتو کې د مزار – شبرغان، مزار – سمنګان لویو لارو په اوږدو کې په دغه موده کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ تنه نور ټپیان دي. د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو کچه څو برابره لوړه شوې ده او دوی یې لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لویو لارو د سړکونو کوچینوالی بللی دی.
































