د هرات ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې امنیتي مسوولینو ایران ته د ۳۴ قلمه تاریخي آثارو او ۱۵۰۰ ګرامه ګران بیه ښيښو د قاچاق مخنیوی کړی دی. امنیتي مسوولین وایي، دغه آثار په ګلران ولسوالۍ کې له یوه کس سره نیول شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه یې ایران هېواد ته انتقال کړي. د امنیتي مسوولینو په خبره، نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده، چې په هرات ولایت کې تر دې وړاندې هم امنیتي مسوولینو دې ته د ورته تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی کړی و.
































