د سرپرست حکومت د کابینې په ۱۷مه غونډه کې پرون پر دې بحث شوی چې په هېواد کې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه څنګه پلانونه جوړ کړي. په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې څېړنې وکړي او خپل راپور د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي. د مالوماتو له مخې، کابینې همداراز پرېکړه کړې، چې د اوبو د تصفیې شرکتونه دې له ښارونو لیرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفیې لپاره کار وکړي. افغانستان په هغه سیمه کې پروت دی چې وچکالي پکې ډېره ده او ځکه د اوبو د کچې د ټیټډو له کبله خلک نه یوازې له څو کلونو راهیسې د اوبو لګولو؛ بلکې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.
































