د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ۲۰ شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه ۲۰ شنې خونې د بې سرپرسته کورنیو لپاره جوړېږي، چې مخکې له مخکې یې سروې شوې او موخه یې د کرنې عصري کول او یادو کورنیو ته عایداتي سرچینه برابرول دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یادو شنو خونو په جوړېدو سره به کرنه په عصري ډول سره پراختیا ومومي او تر ډېره حده به د یادې ولسوالۍ کروندګر ورسره پرمختګ وکړي. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د خیریه بنسوټونو له لوري ورته کرنیزې پروژې پلې شوې دي.
































