د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وروستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کوي. د دوی په وینا د ژمي په موسم کې د برېښنا نه شتون له یوې خوا بې وزلۍ او تنګلاسۍ په تنګ کړي دي. ورته مهال د برېښنا شرکت وايي، چې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا د ۵۰ سلنه کموالي له امله په هېواد کې د برېښنا د پرچاوۍ کچه زیاته شوې ده. په کابل ښار کې هر کال د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا د پرچاوۍ کچه لوړیږي، چې دغه حالت تل د خلکو له نیوکو سره مخ وي.
































