د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویبپاڼې، د دغې ادارې د یو حقوقي مشاور کلیو بالډوین د راپور پر بنسټ لیکلي چې ان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د بریتانیا یو لوړپوړي قومندان ویره څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې د بریتانیا یو نظامي واحد د ملکي وګړو د قصدي وژنې پالیسي مخته وړي خو د هغه خبره بابېزه وبلل شوه او چا ورباندې غوږ ونه ګراوه. راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بریتانوي سرتېرو د جرم افشا کېدل د دغه هېواد د عدالت ناکامي افشا کوي، ځکه چې د لیکوال په خبره، کلونه وروسته په بریتانیا کې د داسې مجرمینو محاکمه کول تقریباً ناممکن کار دی. راپور کې وړاندې راغلي، بریتانیا باید په ځینې قوانینو کې بدلون راولي او داسې قوانین تصویب کړي چې د نړۍ په هر ګوټ کې پر جنګي جرمونو تورن سرتېري عدالت ته راکاږي او په همدې توګه دا پیغام ورسوي چې دوی ته د بهرنیانو ژوند هم مهم دی.
































