د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې مشورتي لویې جرګې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی، په اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې جرګه وکولای شي بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره او افغانان دایمي سولې ته ورسیږي. په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی، خلیلزاد هیله څرګنده کړې تر څو د جرګې غړي په دې وتوانیږي چې، د سولې مخ کې پاتې خنډونه لرې او افغانان دایمي سولې او ثبات ته ورسوي.
































