د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د مرکز سربېره په محمد آغې او خروار ولسوالیو کې ۲۵۹ تنو نارینه او ښځینه وو ته کاري زمینه برابره شوې ده. ورته مهال د دغه ریاست د طبیعي منابعو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج ویلي، چې دغه پروژې، د بشري قواوو د پرمختیایي ادارې لخوا د نږدې لس میلیونه افغانیو په مالې ملاتړ پلې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې نارینو ته د کانالونو د کېندلو او پاکولو پروسه او دغه راز بېوزلو ښځو ته د چرګانو د کوچنیو فارمونو جوړول شامل وو. باید وویل شي، چې د یادې پروژې لومړی ۶ میاشتنی پړاو بشپړ شوی او دویم ۶ میاشتنی به یې هم په را روانه میاشت کې پیل شي.
































