د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار چې د درنو واورو او توپان له امله تړل شوې وه بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، دغه لار نن سهار د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل ماشینري له لوري خلاصه شوه. حق شناس ویلي، لا هم په ځینو سیمو کې کمه واورې اورېږي چې د زیاتېدو او توپان په صورت کې به دغه لار د ورځې په جریان کې په وقفه یې ډول بیرته وتړل شي. د سالنګ لویه لار د یکشنبې په ورځ د درنې واورې او توپان له کبله د هر ډول موټرو په پرمخ تړل شوې وه.
































