د هلمند د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د روان لمریزی کال په بهیر کې ۴ لویې پروژې پلې کړې دي. د یاد ولایت د ټولګتو چارو ریاست د انجینرۍ برخې مسوول انجینر نثار احمد نصرت ویلي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ لویې پروژې پلې کړې دي. نصرت زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د ۱۵۰ کیلو متره سړک، پلګوټو استنادي دېوالونو او د موټرو د وزن کولو تلې رغول شامل دي. هغه ویلي، چې هر کال د موټرو د وزن کولو له لارې ۲۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپاري.
































