د فاریاب ولایت په دولت اباد او اندخوی ولسوالیو کې نن سهار د دوو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي. د فاریاب ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د سورلۍ د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه ښځې مړې شوې او ١۸ تنه نور ټپيان دي. د یوه بل خبر له مخې د همدې ولایت په يوه بله پېښه کې يو کورولا موټر چې له دغه ولایته د جوزجان پر لور روان و، په اندخوى ولسوالۍ کې له سړکه بې واکه شوی او چپه شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغې پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او دوه تنه نور ټپيان دي. د فاریاب د ترافیکو ریاست ویلي چې دغه دواړه پېښې پر سړک د واورې او کنګل شویو اوبو له امله رامنځته شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.











