د کډوالۍ نړیوال سازمان په پکتیا ولایت کې له ۲۵۰ کورنیو سره د ژمنیو مرستو خبر ورکړی دی. د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له دغو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وروسته له هغې وشوې چې په سیمه کې د اړو کسانو په اړه یوه ارزونه ترسره شوه. د مالوماتو له مخې له اړمنو کورنیو سره د سون توکو لپاره د نغدې پیسو، شړیو او ژمنیو تودو جامو مرسته شوې ده. د ګډوالو نړیوال سازمان له دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د سخت ژمي اټکل کړی او له پاکستان او ایران څخه یې په زوره د افغان کډوالو له بیرته ستنولو سره په دې هېواد کې د بشري وضعیت په لا خرابیدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
































