د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وایي چې د سولې مشورتي لویې جرګې وروستۍ پرېکړه به سبا اعلان شي. نوموړي چې نن یې په کابل کې د لویې جرګې اړوند یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د بین الافغاني خبرو پیل پر وړاندې د طالب زندانیانو له خلاصون پرته بل کوم خنډ نشته دی او د یادو زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو په قطر کې تر سره شي. نوموړي زیاته کړې، که څه هم د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړو د طالب زندانیانو له خلاصون سره مخالفت درلود خو په ټوله کې د کاري کمېټو پرېکړه دا وه چې یاد زندانیان باید خوشې شي څو د جګړې د دوام لپاره کومه بله پلمه پاتې نه شي. عبدالله څرګنده کړې چې د جرګې ګډونوالو د سولې راتلونکي په اړه هم خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي او په وینا یې، په مخامخ خبرو کې به د افغانانو ټولو اندېښنو ته په پام له مقابل لوري سره مخ ته لاړ شي.
































