د سرپرست حکومت تخنیکي پلاوي، د چابهار په ازاده سیمه کې د ایران د ولسمشر له سلاکار او د ازادې سوداګریزې – صنعتي سیمو د عالي شورا له منشي سره لیدلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې له چابهار څخه د ترانزیټي زنځیر د پلې کولو او بشپړولو، په ازاده سیمه کې د سرپرست حکومت د استازولۍ رامنځته کول او په دې لاره کې اسانتیاوې، په چابهار کې د اړتیا وړ ځمکو په ټاکلو، له دې لارې ترانزيټي توکو لېږد ته لومړیتوب ورکول او په چابهار کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو په اړه خبرې شوې دي. د ایران د ولسمشر سلاکار د چابهار بندر پروژې څخه ملاتړ اعلان کړی او د سرپرست حکومت پلاوي ته یې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
































