په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د افغانستان – ازبکستان د سوداګریز اتصال په غونډه کې ویلي، چې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له کابل سره د تاشکند اړیکې د پراختیا په حال کې دي. دغه ازبکستاني چارواکي ویلي، چې تاشکند له افغانانو سره د اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزيټ، ټرانسپورټ، برېښنا او بشري مرستو په برخو کې لازمې همکارۍ کړې دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د امنیت د تامین په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره یې دوستانه اړیکې ټینګې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایي چې سرپرست حکومت باید له ازبکستان سره ګډ دایمي نندارتون ولري او دغه راز د سوداګرو د ویزې ستونزو ته هم رسېدنه وشي.
































