د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې زرګونه هغه برېتانوي سرتېري چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت تر سره کړی دی له رواني ناروغیو او مغزي صدمې سره مخ شوي دي. د سرچینې په خبره له همدې امله په برېتانوي پوځ کې ځانوژنې هم زیاتې شوې دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. برېتانوي روغتیايي چارواکي بیا وایي چې د برېتانیا حکومت او روغتیايي برخې د خپلو سرتېرو د رواني درملنې په برخه کې ناغېړي کړې ده چې له همدې امله په برېتانوي پوځ کې د ځانوژنې پېښې او رواني ستونزې ډېرې شوې دي. رسنۍ وایي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۱۸۰ زره برېتانوي ځواکونو په عراق او افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی چې له دې ډلې ۲۰ سلنه یې په رواني ستونزو او مغزي ټپونو اخته دي.
































