د کندهار ولایت د اقتصاد رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز نهمه ناحیه کې د څه باندې ۳۱۷ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده. د یاد ولایت د اقتصاد رياست وياند رسنیو ته ویلي چې د ښوونځي دغه ودانۍ د مرکز په ۹مه ناحیه کې د میانکو ابتدایه ښوونځي لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ چې ۳۱۷ زره ډالره لګښت پرې راغلی جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې یاد ښوونځی د نهو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د ۱۶ درسي خونو په درلودلو سره به پکې سهار او ماسپښین ۱۱۰۰ نجونې او هلکان زده کړې وکړي.
































