د کونړ ولایت د برېښنا ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د مناګي برېښنا بند د بیارغونې لپاره ۶.۳ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د ۲.۱ میګاواټه برېښنا تولید ترڅنګ شاوخوا ۵ زره کورنیو ته برېښنا ورکړي. د کونړ د برېښنا رییس شهاب الدین یاسر وايي، د دغه بند رغنیزې چارې به په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د دغه بند تخنیکي انجنیران وایي، د یاد بند دوه توربینونو په درلودلو سره ۲.۱ میګاواټه برېښنا تولیدوی. دوی وايي د سرپرست حکومت مسوولینو د یاد بند په جوړېدو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. ځايي خلک د یاد بند په جوړېدو خوښيي ښيي او وايي، چې د دغه بند په جوړېدو سره به ګڼو هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.
































