پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت یو تخنیکي پلاوي په ترکیه کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خیریې موسسې، د ترکیې د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بهرنیو اړیکو رییس او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د خیریه موسسې له استازو سره درې اړخیزه ناسته کې ګډون او خبرې کړې دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، په دې ناسته کې په درې اړخیزو همکاریو خبرې شوي او یاد سازمانونه به د راتلونکو درې کلونو په موده کې د دې وزارت ۶۰ کسانو ته د طبیعي پېښو د غوره مدیریت په برخه کې روزنه ورکړي. په دې ناسته کې په بشري مرستو او د تخنیکي همکاریو په اړه هم خبرې شوي او افغان پلاوي ته د یادو سازمانونو له لوري په بېلابېلو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































