د پکتیا د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۲کال له پیل څخه تراوسه د موټرو د ثبت او جوازسیر له درکه څه باندې ۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د پکتیا د ترافیکو مدیر محمد منصور ویلي، چې ۱۶ زره ۲۲۳ یو کلي موټر یې ثبت کړي، ۴ زره ۵۶۲ جوازسرونه او ۲ زره ۵۲۰ موټرچلوونکو ته یې جوازونه ورکړي، چې له دې درکه ۷۱ میلیونه ۸۶۵ زره ۷۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
































