روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۱۰۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې په کرونا ویروس اخته ۹ کسان مړه شوي ۸۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۳۲۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۶ زره او ۴۷ ته پورته شوی دی. دغه وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا مخنیوي په موخه روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































