ماليې وزارت ویلي، چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي یې د ځينو خوراکي توکو ګمركي محصول راټيټ کړی دی. یاد وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د روژې مياشتې په درناوي، په بازارونو کې د یادو توکو د نرخونو لوړېدو د مخنيوي او د هېوادوالو اقتصادي وضعيت په پام کې نیولو سره شوې. یاده حکومتي اداره زیاتوي، چې د شپږ قلمه خوراكي توکو کچالو، رومیانو، بېنډیو، مڼو، خرما او هندواڼو ګمرکي محصول یې له ۱۷ څخه تر ۸۰ سلنې پورې راټيټ کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو سره هېوادوال هم له سرپرست حکومت غواړي، چې د خوراکي توکو کنټرول ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
































