کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین پر دوام په هلمند، کندهار او اروزګان ولایتونو کې په ۶۴۶ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي. یاد وزارت ویلي، د دې کمپاین په ترڅ د هلمند پولیسو ۵۸۷ جریبه ځمکه د کوکنار له کښت څخه پاکه کړې. دغه راز پولیسو په کندهار او اروزګان ولایتونو کې هم ۵۸ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري په هېواد کې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور باندې تر بندیز لګولو وروسته له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه جریبه ځمکه یې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او په سلګونو تنه یې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي هم دي.
































