د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا ته بلنه ورکړه چې له یوه پلاوي سره کابل ته راشي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې داوړو لورو د وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د زیاتوالي، د ستونزو حل او د ترانزیټي او سوداګریزو خنډونو په له منځه وړلو، د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پر زیاتوالي او د سیمهییزې همکارۍ په تړاو خبرې کړې دي.
































