د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د نږدې ۲۰ ميليونو افغانيو په لګښت د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه پروژې د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو دفتر په مالي مرسته ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د کار زمینې برابرولو په موخه پلې شوې دي.کابل ښاروالۍ ويلي چې په راتلونکي کې به هم د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو هواري په موخه ورته نورې پروژې طرحه او پلې شي.












