د کندهار ولایتي مسوولین وايي، چې د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۱۰ زره او ۷۰۳ ټنه شکر پاره د ۱۴ میليونه ډالرو په ارزښت صادره شوې ده. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، که چیرې د ترانسپورټ برخه کې اسانتیاوې راشي، د دې برخې صادرات به لا هم زیات شي. دوی وايي، د بهرنیو هېوادونو له ډلې چین هغه هېواد دی چې زیاته شکر پاره ورته صادره شوې ده. د بینا په خبره هغه سوداګر چې د میوې د ساتلو په موخه یو ډول کیمیاوي مواد کاروي، باید په سم ډول وکارول شي، ځکه نړیوال بازار کې د شکر پارې د کتنې پر مهال ډیر وخت شکرپاره له همدې امله ښه بازار نه لري. د شکر پارې سوداګر وايي، اوسمهال یې بازار ښه شوی دی. دوی وايي، لومړۍ درجه شکر پاره چې یو من یې له اته نیم تر نهه سوه افغانیو پورې ورځنی قیمت لري.
































