په هرات کې د یوه کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون د باران د اورېدو په پایله کې د هرات ښار د یولسمې ناحیې د خیراباد په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هرات د امبولانس مسوول عبدالظاهر نورزي ویلي چې د دغې پېښې قربانیان او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.











