د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو له ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو سره د دغه ولایت د ځینو مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د بامیانو د ټولګټو چارو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي ویلي، چې د بامیانو او کابل ترمنځ په پوله د حاجي ګګ کوتل او د نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ او پنجاب ترمنځ د شاتوکوتل لارې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې دي. دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د کوتل آبقول کرمان چې بامیان له غور سره نښلوي، د ورس بند شوي پله لاره چې بامیان د وردګو له څلور لارې سره نښلوي، د آقرباط کوتل چې بامیان مرکز له سیغان سره نښلوي اوس د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.
































