د المپیک ملي کمېټې ویلي، چې د افغانستان د پاراتکواندو دوه افغان لوبغاړي د پاریس اولمپیکي نړیوالو سیالیو ته د لارموندنې سیالیو کې د ګډون په موخه نن چین ته ولاړل. په دې لوبډله کې یو روزنکی او دوه لوبغاړي شامل دي، چې په چین کې له بریا وروسته به د پاریس اولمپیکي نړیوالو سیالیو ته لار ومومي. دغه سیالۍ د چین په لینان ښار کې ترسره کیږي، چې د روانې کب میاشتې پر ۲۴مه به پیل او د وري تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي
































