د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت غوځېدو پېښه کې ۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر ميرويس افغان ویلي چې د دغه ولایت د باکورزو سيمه کې د چت غورځېدو له کبله ۳ تنه ټپیان او یو بل وژل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ټپيانو درملنه شوې او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
































