د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې اروپایي ټولنې په جلال اباد کې یې له یوه روغتون سره چې زرګونو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، مالي مرسته کړې ده. د یاد سازمان د افغانستان څانګې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت له خوا ترلاسه شوې دا مرسته په جلال اباد کې د ساري ناروغیو له هغه پنځوس بستریز روغتون سره شوې، چې د دې سازمان په مالي ملاتړ فعالیت کوي. د مالوماتو له مخې دغه روغتون په میاشت کې نژدې ۱۰ زره کسانو ته ورځني روغتیایي خدمتونه رسوي او هم د ختیځو سیمو د ښځو او ماشومانو په ګډون په میاشت کې تر ۵۰۰ کسانو پورې په بسترکې د درملنې امکانات برابروي.
































