د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ښار اړوند د ۱۲مې ناحيې مسوولينو له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې ۳ زره ۷۳۵ کيلوګرامه بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځاى ته لېږدولي دي. د مالوماتو له مخې په دغو توکو کې شيدې، قیماق، مربا، اچار، د لوبيا، نخودو او کبانو کنسرو، بسکيټ او د مینځلو مواد شامل دي. کابل ښاروالۍ همدارنګه له ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو اخیستو پرمهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او دغه راز له پلورونکو څخه یې هم غوښتي، چې د بې کیفیته توکو له پلورلو او د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
































